چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه
قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه
اعزاز الله “ځلاند”
كله چې توره تياره راشي
او رڼا له هرشي يوسي
چې په هرڅه كې د شپې
رنګونه ګډ شي
له هر چا نه د وجود سايه
شي وركه
چې په هرڅه كې د وېرې
انځور جوړ شي
زه له ټولې دنياګۍ
نه راجلا شم
له هر څه نه شم مايوسه
بس يوه اسره راواخلم
اوله تا نه هرڅه غواړم
كه دې وخت كې هر څه هېر كړې
او زما غږونه واورې
چې زه څه وايم
او څه غواړم له تانه
نو زما تمه به دا وي
له سپوږمۍ نه رڼا واخله
خو د ګل ښكلا ښكاره كړه
بس په دې ويرجنه شپه كې
يو زره رڼا خوره كړه
************
سردارولي څرك
له يوه شعر نه په الهام
غزل
څو كه كړم خواري، راله خوب نه راځي
وه سردارولي، راله خوب نه راځي
زه به بوډاتوب كې ربه څه كوم
لا خو ده ځواني، راله خوب نه راځي
ستا د بېلتانه د غم له لاسه زه
ګرځم سودايي، راله خوب نه راځي
ورځ هم زه تمامه ويښه تېره كړم
شپې تر سبايي، راله خوب نه راځي
راشه چې له غم ځنې دې خلاص شمه
وي چې تنهايي، راله خوب نه راځي
************
امير حمزه شينوارى
غزل
چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه
قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه
حسنه بې شک چې دې بدل نشته
ته که بدلېږې زه بدل نه شومه
ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ
دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه
تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس
څو ځله حل شومه خو حل نه شومه
که په ژوندون دې زما اور بل کړ
څه چې لوګی دې د وربل نه شومه
حمزه ځواني زما غزل وخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه
****************
محمد شفيق “هېوادپال”
د ويني قرباني
زما د بدن د وينې يو څاڅكي
د قلم ژبه يې تېره كړه راته
په سپين كاغذ يې بيا د ګوتو په شمېر
څو سرې كرښې
راكاږلې
او ويې ليكل
مينه د ويني قرباني غواړي