د خوست ښار سرګردان چوک ته څېرمه د ا يسکريم په يوه پلورنځي کې د ماين چاودنه شوې چې له كبله يې د يوه ماشوم په ګډون پينځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د خوست ښار سرګردان چوک ته څېرمه د ا يسکريم په يوه پلورنځي کې د ماين چاودنه شوې چې له كبله يې د يوه ماشوم په ګډون پينځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د خوست د عامې روغتيا ريس ډاكټر اميربادشاه وايي، چې د خوست ملكي روغتون ته يې د دې پېښې څو ټپيان ور وړي دي:
له دې وړاندې هم د خوست ښار په ورته ځايونو كې بمي چاودنې شوې، خو د دې پېښې مسؤوليت تر اوسه چا پرغاړه نه دى اخېستى.
د يوه بل خبر له مخې د خوست مركز اړوند لكڼو سيمې د يوه نوي جوړ شوي ښوونځي وداني تېره شپه د بمونو او راكټونو په وسيله الوځول شوې.
د خوست د پوهنې مسؤولين وايي، چې دغه وداني، چې اوس يې اتيا په سلو كې برخه ورانه شوې، د لسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې وه، خو لا د ګټې اخېستنې له پاره نه وه سپارل شوې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د وسله والو طالبانو په جنګي پاليسۍ كې د ښوونځيو سوځول، ورانول او بندول نشته.
دى وايي چې دا كار يې نه دى كړى او هغه چا چې د دوى له نومه د ښوونځيو بندولو ګواښ كړى، دوى به يې پلټنه وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ