دا څنګه وخت راغى چې ګل په خپل ډنډر ماتيږي
دلته نظر سوزي يارانو او ځيګر ماتيږي
ستا مينه
ژوند تیریــــږي پــــه دردونو یم بيمار
شپه او ورځ يمــــه دا ستا پــه انظــار
يم هوسا چې په خيالوکې درسره يم
خوږزړګی مې شي ټکور راشي قرار
بې له تا نه مې ژوندون داسې تيرېږي
لکه تيرچې شي په اور د سور انګار
ستا د مينې نــــه به زه منکـــره نشم
که مې وژني يا مې خيژوي په دار
نرګس سعيدي جمال
*************
غزل
دا څنګه وخت راغى چې ګل په خپل ډنډر ماتيږي
دلته نظر سوزي يارانو او ځيګر ماتيږي
د ژوند په لار مې هيلې داسې ځوانېمرګې شولې
لکه د پيغلو نه منګي چې په ګود ر ماتيږي
هسې سراب باندې د زړه دشته خړوب څنګه کړم
تنده د تږي خو آاشنا په سمند ر ماتيږي
زه د باګرام د ښکلو ياد په کې ساتل غواړمه
خو په يوتور لاس مې د زړه د انگړ ور ماتيږي
طايره زه يې هم ځان بولم او اغيار يې اوس،هم
ګوره چې ګاڼى به اخر دچا په سر ماتيږي
طايرځلاند
**************
راولې
وطن چې جوړ كړي خدايه داسې معماران راولـــــې
زموږزخمي زخمي مسكن لره درمان راولــــــــــــــــې
چې دعزت ټكرى په سركړي ورته پورته يې كــــــړي
دې ښكلې ناوې ته موداسې ريباران راولـــــــــــــــــې
چې په راتلويې غرونه دشتې اورغونه شنــه شــــــــي
دې خړې خاورې ته شېبه شېـــبه باران راولـــــــــــــــې
په هريوباغ كې چې نارې كړي موږ خوندونه واخـلو
دنګونښتروته موسره اوشنه طوطيــــان راولـــــــــــې
په نيمه توره چې دښمن ته ككـــــــرۍ ماته كـــــــــړي
دغه شان ښكلي شازلمي ښكلي ځوانان راولــــــــې
چې انتظاركې يې كلونه شپــــــــې رڼې تېــــــــــــروي
دې معشوقوته يې دزړه توكړه جانـــان راولـــــــــــــې
داد((ځلا))د زړه خبرې په كاغزكښــــــل شــــــــــــــــوي
اوس ورته ربه ددې ژبې ترجمــــــــان راولــــــــــــــــــې
سلګۍ ځـــلا
************
مورې
مورې الله درته مقام او منزلت درکړی
تر هر چا لوړ يې تاته ښه شان او شوکت درکړی
د اسمانونو نازولې ای شېرينې مورې
له شهيدانو هم الله ډېر کرامت درکړی
زه به نيکمرغه يم چې وکړمه هر وخت ستا خدمت
ځکه مې زړه کې درته مينه محبت درکړی
مورې دعا دې کاڼي څه چې اوچت غرښوروي
خالق پخپله درته دومره لوی قدرت درکړی
مور جانې ستا د پلونو خاورې پښتونزۍ ښکلوي
د هر يو پل لاندې څښتن جلا جنت درکړی
شفيقه پښتونزۍ
**************
غزل
نه و، دا چې اوس په کومه لار قدم جانان اخلي
دا خو مې شېبه شېبه د مينې امتحان اخلي
ظالم غوندې يو خوب مې دى ليدلى څه به کېږي
تا به رانه اخلي که مې اوښکې او ګرېوان اخلي
له اوره که يې بچ کړو لاس و پښې يې رانه غوڅ کړل
دا خواخوږي ګوره بدله د خپل احسان اخلي
اوس ماشومان دومره له بمونو ويرېدلي دي
تښتي د برېښنا له غږ نه هم چيرته امان اخلي
دا ځل په سندرو، که يې رد کړې چې ستا ياد پالم
بيا به ستا کوچۍ درته قسم په سپين قران اخلي
سمیرا کوچۍ
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ