صلح و مصالحه ملی

336
۱ میزان ۱۳۹۶
نویسنده:

سیمه ییزې شخړې د جګړې د اور خاشاک

د افغانستان غوندې د قبیلوي ژوند درلودونکي هېواد کې دا ناممکنه ده چې ووایو، د جګړې د دوزخ د اور زیاتېدو کې قومي، محلي او سیمه ییزو مسایلو مهم رول نه دی لوبولی. په افغاني ټولنه کې لرې پرتې سیمې حتا ښارونو ته نږدې سیمې تر ټولو لومړی د محلي لانجو او شخړو قرباني دي او دا هر څه په همدغو سیمو کې د علم، پوهې او شعوري زده کړې د نشتوالي له کبله سر راپورته کوي. دوه کورنۍ په ډېره معمولي خبره د تربګنۍ پر پوله درېږي، د دوی په ملاتړ بیا دوه لویې قبیلې د حق او ناحق له جلا کولو او سنجولو پرته په دښمنۍ اوړي او په دې ډول د افغانستان لویو ستونزو ته یوه محلي لویه ستونزه لاره کوي او دا بیا د لویې ملي ستونزې چې هغه د سولې جنجالي مسئله ده د لا غټولو یو عامل کېږي.

د افغانستان لپاره د بشري او پرمختيايي خدماتو د ادارې تر چتر لاندې کلید ګروپ د کاونټر پارټ نړیوالې ادارې په همکارۍ ننګرهار کې د سولې په تړاو د مدني بنسټونو د همغږۍ د ناستو یوه لړۍ پیل کړه چې په دې ناستو کې یې یوه هم د سیمه ییزو شخړو پر اسبابو، د مخنیوي پر لارو چارو ا و د سولې پر پروسه یې د اغېز په اړه کره بحثونه وشول. د بحث له ګډونوالو مو لویې پوښتنې دا وې چې ولې سیمه ییزې شخړې د دې سبب کېږي، چې په نتیجه کې یې دوه مقابل قومونه، کورنۍ او ټبرونه تضعیف شي او ځای یې دوی پخپله د ځانونو د تقویې په خیالي تصور وسله والو ډلو ته پرېږدي؟

ولې خلک له سیمه ییزو شخړو څخه مجبورېږي چې په خپل وجود او خپل ټوپک د وسله والو مخالفینو صفونه د څو ورځو لپاره غښتلي کوي؟ ولې یو ټبر د سیمه ییزې شخړې د ځان په ګټه راڅرخولو لپاره د وسله والو ملاتړ کوي او هغوی ته په خپله سیمه کې ځای ورکوي؟ یا ولې په ختیځ کې داسې کېږي چې یوه قبیله دولتي ځمکې غصب کوي او بیا د خپل غصب د دوامداره ساتلو لپاره کور په کور نفر راټولوي او له حکومت سره د منازعې د یو نوي باب د پرانیستلو تر څنګ سیمه ناامنه کوي؟ د اهل نظر فعالانو باورونه او اندونه مو چې درجه بندي کړل، نو څو مهم ټکي ترې د شیرې په ډول راووتل چې موږ یې له تاسې سره دلته شریکول غواړو. لومړی: حکومتي مرکزي دستګاه متاسفانه د محلي او سیمه ییزې حکومتدارۍ په ښه کولو، غوره خدماتو ارایه کولو، حساب ورکولو او کنټرول هېڅ غور نه دی کړی او همدا وجه ده چې په محل کې اکثره بېسواده، نا اهله او د خپلو شخصي ګټو پالونکو ته پر یوه سیمه د واک چلولو مواقع برابرې شوې دي. دوی د بې سواده، بې وزله او بې څوکه ولس د ستونزو د حل پر ځای د هغوی ستونزو او جنجالونو ته لا هوا ورکوي، د پیسو او رشوت په اخیستلو خلک له حکومتي مرجع ناامیده کوي، مجبورېږي چې یا خپل حق د خپلو مټو په زور ترلاسه کړي یا د وسله والو څنګ ونیسي او د وسله والو پر اوږه د خپل ټوپک په ایښودلو، خپل هدف ترلاسه کړي، خو خبر نه وي چې دا کار یې د جنجال د کمولو او ختمولو پر ځای د جنجال د زیاتولو سبب کېږي. د اهل نظر فعالانو اند دا و چې با تعلیمه او موړ انسان په غټو کیسو کې جنجال نه کوي، خو غریب خلک په وړو مسایلو هم سر ورکوي، د دوی جګړه د یوې وړې شخصي ګټې لپاره وي، بله دا ده چې که طالب، داعش او حزب اسلامي نه وای، بیا به هم یو لوی شمېر افغانانو د خپلو ګټو لپاره همدا راز د بهرنیانو د راتګ په خلاف جګړه کولای او هلته به یې نوم بل څه و. دوی دا هم ویل چې ځايي حکومتي مسوولینو روغ خلک غرونو ته فرار کړي، ځکه مرکزي حکومت محلي حکومتدارۍ ته هیڅ توجه نه کوي، دا اوس هر څوک چې داعش کې دي، یا طالبان دي، دوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره لومړی حکومت ته ډېرې زارۍ کړې، ژړلي یې دي، د ولسوالیو په ودانیو کې یې ګڼ تکلیفونه ګاللي خو چې هیڅ یې نه دي ترلاسه کړي اوس مجبور دي چې د جګړې په شدت خپل د غچ اور مړ کړي. دویم: د بحث ګډونوالو په دې ټکي هم بحث وکړ چې پخوا قومي جوړښتونه غښتلي وو،

خو اوس وسله والو دغه جوړښتونه د ملکانو، قومي مشرانو او خانانو په وژلو، فرار کولو او ګواښلو مات کړي دي. پخوا به د قومونو تر منځ تیږه موجوده وه، یو قومي مشر به د دوه ولسوالیو پریکړې کولې، خو اوس د دوه ولسوالیو قومي مشران د دولت د یو وسله وال مخالف مخه نه شي نیولی. د فعالانو نظر دا و چې که حکومت د محلي منازعاتو او شخړو د له منځه وړلو فکر کوي او دا اندېښنه رښتیا هم ورسره وي چې محلي شخړې پر سوله له منفي اغېز سره راڅرګندې شوي، نو بیا له سره موقع شته چې د وخت په مصرفولو سره کرار کرار قومي جوړښتونه بیا له سره راژوندي کړای شي،

خو د دې لپاره په سیمه ییزه کچه د ښې حکومتدارۍ رامنځته کولو اراده ضرور ده. دریم: د بحث ګډونوالو نظر درلود چې انګریزي ښکېلاک کاله په سیمه کې حکومت وکړ، دوی د افغانستان ۲۰۰ او بریټانوي هند پر پوله میشتو قومونو ته د قبایلو په نوم له بې سوادۍ او له مدني قوانینو څخه د فرار پرته بله ډالۍ ور نه کړه، افغان حکومتونو بیا هم تر ډیورنډ فرضي کرښې پورې پرتو قومونو ته د مدني قوانینو په رڼا کې د ژوند تېرولو زمینه مساعده کړه، خو پاکستاني حکومت د ایف سي ار ایین له مخې قبایل لا هم په تیاره کې وساتل او دا یې وضع کړل چې که په قبایلي سیمه کې څوک له تور سړک لس متره هم لانده ولاړ او ووژل شو، پوښتنه به یې نه کېږي.

نورولي سعید شینواری

به اشتراک بگذاریدShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

تا اکنون هیچ کامنت وجود ندارد

تا اکنون هیچ کامنت وجود ندارد