صلح و مصالحه ملی

444
۱ قوس ۱۳۹۶
نویسنده:

بېکاري ځوانان جګړې ته مجبوروي

کار هغه وسيله ده چې د ځوانانو انرژي د وطن په ابادۍ کې مصرفوي، خو که کار او سالمه بوختيا نه وي، نو تجربو معلومه کړې چې دغه ځوانه انرژي به ضايع کيږي او د ټولنې په بربادۍ به لګيږي. زموږ په ټولنه کې، چې د تعليم کچه ټيټه ده او ټولنيز ثبات مو جګړې له منځه وړی دی، بې کارو ځوانانو ته ژر د جګړې ذهنيت پيدا کيږي. له پلټنو معلومه شوې، چې د جګړې ليکي په هغو ځوانانو ډکې دي چې سالمه بوختيا نه لري. د سويل لوېديځې حوزې تر ټولو نا امنه ولايت هلمند کې جګړې ځکه په وروستيو کلونو کې ډېر زور واخيست، چې هلته د مخالفينو ليکې له جنګياليو نه خالي کيږي او د هلمند چارواکو په وار وار ويلي چې ځوانان يې له بېکارۍ څخه جګړې ته اړ شوي دي. د افغانستان د جګړې لاملونه ډېر دي،

خو کارپوهان ئې بېکاري يو له اساسي علتونو بولي. دغه جګړه تر ډېره له ښارونو بهر په ولسواليو کې ده، چيرې چې د بې روزګاره ځوانانو هيڅ کمی نشته. د ولسواليو ځوانان چې له يوې خوا له زدکړو بې برخې وي او له بلې خوا د خپلو اقتصادي اړتياوو پوره کولو لپاره بوختيا ونه لري،

د لږ امتياز په بدل کې د جګړې د سون توکي ګرځي. پر سولې د بېکارۍ اغېز موضوع باندې د افغانستان د بشري خدمتونو د پراختيا ادارې او کليد ګروپ د کانټرپارټ د نړيوالې ادارې په همکارۍ يوه غونډه رابللې وه، چې د بېکارۍ اساسي علتونه په ګوته کړي او پر سوله ئې اغېزې و څېړي. د بېکارۍ په اړه د ګډونوالو د بحث لومړۍ نقطه له افغانستان سره د نړيوالو مرسته وه، چې مليارډونه ډالر ولګېدل، خلکو ته د لنډ وخت لپاره کاري فرصتونه برابر شول خو پر اساسي پروژو کار و نه شو. دوهم ټکی په کې د نالوستو او ليرې پرتو ولسواليو د ځوانانو بې روزګاري وه. د ګډونوالو په وينا، هر کله چې د کار موضوع ياديږي، نو پر لوستو ځوانانو راڅرخي او نالوستي له پامه غورځول کيږي، په داسې حال کې چې نالوستي ځوانان ډېر ژر د جګړې ذهنيت اخلي. نالوستي او بې روزګاره ځوانان د سولې د دښمنانو لومړی هدف دی، چي خپلو ليکو ته یې بوځي او جګړه توده وساتي. د پورتنيو دوو علتونو د اساسي حل لپاره د غونډې ګډونوالو څو حل لارې وړاندې کړې. لومړی دا چې،

دولت دې د زراعت د ودې لپاره اساسي پروژې عملي کړي، لکه د اوبو د بندونو جوړول، سړې خونو جوړول، د مېوو د پروسس لويې فابريکې رامنځته کول او له زراعتي محصولاتو څخه د ښې ګټې اخيستنې لپاره د کروندګرو ملاتړ کول. په دې سره به د افغانستان بنسټيز اقتصاد پياوړی شي، چې پر زراعت ولاړ دی. د دې تر څنګ دې دولت د افغانستان له طبیعي زېرمو ګټه واخلي لکه د کانونو استخراج، د افغانستان له ضایع کېدونکو اوبو څخه د دوامداره برېښنا توليد، لويې فابريکې جوړول او له سره فعاله کول، ترڅو زرګونو خلکو ته اوږدمهاله کار پيدا شي. د ستونزې د اساسي حل لپاره بله موضوع د نالوستو ځوانانو لپاره د کار زمينه برابرول وه، ځکه د افغانستان د تر نيمايي ډېر نفوس نالوستی دی. د دې ستونزې د
حل لپاره بايد دولت له خصوصي سکتور سره همغږي رامنځته کړي او د هغوی ملاتړ دې وکړي ترڅو کاري فرصتونه ډېر کړي. د دې ترڅنګ دې کاري شفټونه زيات شي، چې په يوه اداره کې خلک دوه يا درې وخته ر نفوسه ولسواليو ُکار وکړي.

بل خوا دې دولت لويو او پ ته تخصيص ډېر کړي، چې د ولسواليو ځوانان په کارونو وګمارل شي. پر دې دوو موضوعاتو سربیره درېيمه موضوع هم د بحث مرکزي نقطه وه، چې هغه د ځوانانو د کاري ظرفيتونو لوړول وو. د غونډې برخه والو ويل، چې دولت دې د ځوانانو پر ظرفيتونو کار وکړي، ځکه ځينې ليسانسه ځوانان وي چې کار نه شي کولای او د يوې ادارې غوښتنې نه شي پوره کولای. د دې په څنګ کې دې هغوی ته مسلکي مهارتونه ور وښودل شي، چې څنګه دنده پيدا کړي او څنګه خپله دنده په برياليتوب سره سرته ورسوي. ځينو ګډونوالو وړانديز کاوه، چې دولت دې د ځوانانو لپاره يو ځانګړی وزارت رامنځ ته کړي او هغه بودجه چې د ځوانانو په تمثيلي پارلمان او نورو بې ګټو پروژو مصرفيږي هغه به له يو مشخص ادرس څخه د ځوانانو ب ُ پر ظرفيت لوړونې، کاري فرصتونو او ځوانانو ته د ح الوطن مفکورې په ورکولو ولګول شي.
احمد الله څرګند کليد راډيو – کندهار

به اشتراک بگذاریدShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

تا اکنون هیچ کامنت وجود ندارد

تا اکنون هیچ کامنت وجود ندارد